چين تر تېر جولای پورې بهرنيو پانګوالو ته 4.5 ټریلیونه یوانه پورونه ورکړي
CMG2024/09/06 11:34:51
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۵مې نېټې د دغه هېواد د باکيفيته پرمختګ په عنوان خبري ناسته ترسره کړې، چې د دغه هېواد د ملي بانک مرستيال لو لې هم پکې برخه اخيستې وه.

نوموړي خبري رسنيو ته ويلي، د چين ملي بانک به د پولي چارو د لوړې کچې ورخلاصون ته دوام ورکړي او د نړيوالو پولي چارو په ادارې او همکاريو کې به فعال ګډون ولري.

چين تر تېر جولای پورې بهرنيو پانګوالو ته 4.5 ټریلیونه یوانه پورونه ورکړي، چې دا رقم یې تر بل هر وخت لوړ دی.

اوس  ژن مين بي يوان د نړيوالې سوداګرۍ په پولي چارو کې ۶ سلنه جوړوي او دوهم ځای يې نيولی دی.