پاليان کلی د چين د يون نان ولايت په تنګ چونګ ښار کې دی او ښکليو منظرو یې د خلکو پام ځان ته را اړولی دی.
د چين يو انځورګر وانګ چونګ او د ده هنري ډله د ۲۰۱۹م کال په پای کې پاليان کلي ته تللې او په هنري لارو يې دغه کلي ته بدلون ورکړی دی.
دغه کلي د دوديز کلتور او عصري هنرونو له لارې پرمختګ کړی او سيلانيزې چارې يې غوړېدلې دي او ځايي اقتصاد يې هم سمسور شوی دی.