چين فضا ته ۱۰ سپوږمکۍ په برياليتوب یو ځل وتوغولې
CMG2024/09/06 10:30:12
شريکول:

چين د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر په ۶مې نېټې د سهار وختي په دوو بجو او دېرشو دقېقو د شان شي ولايت د تای يوان ښار د سپوږمکيو توغولو له مرکز څخه د CZ-6 نمبر راکټ په وسېله فضا ته د جي سات (GeeSAT) ۱۰ سپوږمکۍ توغولې دي.

د مالوماتو له مخې، يادې ۱۰ سپوږمکۍ ټاکلي فضايي مدار ته رسيدلي دي.

دا د چين د CZ بار وړونکو راکټونو ۵۳۴مه دنده وه، چې په برياليتوب یې بشپړه کړې ده.