شي جين پينګ: د چين او افريقا همکارۍ فورم به د دواړو خواوو همکاريو ته پرمختګ ورکړي
CMG2024/09/06 10:31:30
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپټمبر د ۵مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ساتومه او پرنسيپ له صدراعظم پتريس تروادا سره ليدلي او د دواړو خواوو پر اړيکو یې ورسره غږیدلی دی.

صدراعظم پتريس تروادا د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې کې د ګډون په پار چين ته تللی دی.

شي جين پينګ له پتریس تروادا سره په بيا لېدنې خوښي ښودلې او ويلي يې دي، چې چيني او افريقايي مشرانو د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې کې د خپلمنځي همکاريو تاريخي تجربې راټولې کړي او د عصري کېدو د ګډې ابادۍ او د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې په برخه کې به نوي پرمختګونه ومومي.

نوموړي د چين او ساتومه او پرنسيپ ترمنځ همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره مهمې بللې دي.