د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزې کې د خپلمنځي دوستۍ د تاريخي تجربو د ساتلو يادونه شوې
CMG2024/09/06 10:13:43
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د سپتمبر په پنځمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ګانا له ولسمشر نانو اکوفو ادو سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.

شي جين پينګ له نوموړي سره په ليدنې کې ويلي، ګانا د صحرا په جنوب کې دوهم افريقايي هېواد دی، چې له نوي چین سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي او پر اړيکو يې ۶۴ کالونه تېر شوي دي.

نوموړي ويلي، چين به له ګانا سره په سياسي چارو کې متقابل باور نور هم ټينګ او په بېلا بېلو برخو کې به ورسره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چين او افريقا په روانې سرمشريزې کې د خپلمنځي دوستۍ د تاريخي تجربو د ساتلو يادونه کړې او د عصري کېدو لپاره يې د هڅو لوری او لارې چارې روښانه کړي او د سراسري جنوب ترمنځ د همکاريو او پرمختګ لارښوونه يې کړې ده.

چين به له ګانا سره د دغې سرمشريزې د بېلا بېلو لاسته راوړنو د پلې کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.