د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ ادارې د سپتمبر په پنځمې نېټې خبر ورکړی، چې روان کال يې له افغانستان سره د بېړنيو بشري مرستو د پلان د پلي کولو لپاره يوازې ۲۵ سلنه پيسې راټولې کړي او دغه هېواد لا زيات ملاتړ او مرستو ته اړتيا لري.
د دغه سازمان شمېرې ښيي، چې په هرو دوو افغانانو کې يو یې له بېوزلۍ سره مخ دی او د ۸۰ سلنه افغان کورنيو د ژوند ورځنی لګښت څه کم يو ډالر دی.