د چين او افريقا د تصديو د خاوندانو ۸مه غونډه د سپټمبر په ۶مهنېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. له ۳۸۰ څخه زیاتو چینیياستازو او د سینیګال، جنوبي افریقا او کینیا په ګډون د ۴۸ افريقايي هېوادونو لږ تر لږه ۴۰۰ استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ.
دغه غونډه به د چيني او افريقايي تصديو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو او همکاريو لپاره يو مهم ډگر جوړ کړي او د سوداګريزو همکاريو له لارې به د چين، افريقا او نړۍ وګړو ته ګټې ورسوي.