د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۶مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د بروندي له ولسمشر ايواريست ندايشيمي سره کتلي دي. دواړو مشرانو د چين او بروندي اړيکې هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا ته لوړې کړې دي.
شي جين پينګ له ايواريست ندايشيمي سره په کتنې کې ويلي، د چين او بروندي اړيکې د بدلېدونکي نړيوال وضعيت له ازمايښت څخه تيرې شوې دي او په خبره یې، د خپلمنځي اړيکو پياوړتيا يې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري او د پرمختيايي هېوادونو د يووالي او پرمختګ لپاره د نمونې اهميت لري.
نوموړي ويلي، چين د بروندي له هغو هڅو بشپړ ملاتړ کوي، چې د بهرنيو لاسوهنو د ردولو په موخه یې ترسره کوي او د خپلواک پرمختګ پر لارې ټينګار لري.
چين غواړي له بروندي سره د مرکزي ګټو په چارو کې يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي او د اصلاحاتو، د کليو د سمسورتيا او د بېوزلۍ د مخنيوي په برخو کې د تجربو تبادلې او د ظرفيت د لوړولو همکارۍ پياوړې کړي.