د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د سوماليا له ولسمشر حسن شيخ محمود سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.
شيخ محمود د چين او افريقا د همکارۍ فورم په بېجينګ سرمشريزې کې د ګډون په پار چين ته تللی دی.
دواړو مشرانو هوکړه کړې، چې د چين او سوماليا ترمنځ اړيکې به ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې کړي.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، سوماليا د ختيځې افريقا لومړی هېواد دی، چې د چين له ولسي جمهوريت سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې دي.
نوموړي ويلي، چين به له سوماليا سره د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي.
شي جين پينګ په ټينګار ويلي، چې چين او سوماليا د بشپړ ملي يووالي د تر لاسه کولو تاريخي دندې پرغاړه لري او هېواد يې، د سوماليا د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو له هڅو او د دغه هېواد د سولې او پرمختګ له بهير څخه کلک ملاتړ کوي.