په چين کې د چای څښلو دود زر کلن تاريخ لري.
هه شون لرغونې علاقه داري د چين د يون نان ولايت په تنګ چونګ ښار کې ده او په دغې علاقه دارۍ کې د چای پخولو لرغونې او ځانګړې لارې چارې شته، چې د ځايي اوسېدونکو او سيلانيانو پام يې ځان ته اړولی دی. ځایي اوسېدونکي د چای چمتو کولو په بهیر کې لومړی خاورين چایجوش پر اور ږدي او بيا پکې سور خرما، وريجې، چای پاڼې په ترتيب سره اچوي او ښه يې ګرموي او ورپسې جوش اوبه ورسره ګډوي.
راځئ! په دغې ويډيو کې يې ځانګړې لارې وګورئ!