وانګ يي د امريکا ولسمشر د نړيوالو اقليمي تګلارو له لوړ پوړي سلاکار سره وکتل
CMG2024/09/07 10:55:27
شريکول:

د چين خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۶مه نېټه په بلنې سره د امريکا ولسمشر د نړيوالو اقليمي تګلارو له لوړ پوړي سلاکار جون پوديستا سره وکتل.

وانګ يي د کتنې په ترڅ کې ويلي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د متقابل درناوي، په سوله کې ګډ ژوند او د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ په اړه درې اصول وړاندې کړي او د چين او امريکا اړيکو راتلونکی لوری يې روښانه کړی دی. چين په ټينګه سره د زرغون، د کاربن لږې ايستنې، او دوام لرونکي پرمختګ پر لارې ګامونه پورته کوي. له اقليمي بدلون سره د مقابلې په اړه ډيالوګونه او همکارۍ د دواړو هېوادونو اړيکو يوه تشکيلاتي برخه او په سانفرانسيسکو کې د دواړو مشرانو يو مهم ګډ نظر دی.

د ده په خبره، چين غواړي له امريکا سره په ګډو هڅو له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي.

ښاغلي پوديستا وويل، د امريکا او چين همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي، بلکې ټولې نړۍ ته ګټې رسولای شي. امريکا هيله لري چې له چين سره رغنده همکارۍ وکړي.