په چين کې د حقوقي خدماتو ۵۹ عامه مرکزونه جوړ شوي
CMG2024/09/07 11:02:14
شريکول:

د چين د عدليې وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د حقوقي خدماتو ۷۵۴ زره ارګانونه او د حقوقي خدماتو ۵۹۰ زره ډګرونه جوړ شوي او د مسلکي حقوقي کارکوونکي شمېر ۳ میليونه ۹۹۷ زرو تنو ته رسېدلی دی. دغه راز حقوقي سلاکاران په څه باندې ۶۰۰ زرو کليو کې کار کوي او په ټول هېواد کې څه دپاسه ۴۰ میليونه دوسيې حل شوې دي.

( سپوږمۍ)