د تانزانيا د پروژې او ترانسپورټ وزير ماکام مباراوا، د پلان او پانګونې وزير کيتيلا الکساندر مکومبو د چين له مېډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکه کې د چين او افريقا د عصري کېدو بهير د ګډ پرمخ بېولو په پار ۱۰ عمليات او د تانزانيا – زامبيا رېل پټلۍ بيا فعالېدل ډېر ګټور بللي دي.
مباراوا وويل، د تانزانیا - زامبیا رېل پټلۍ په مؤثره توګه ځايي اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته وده ورکړې چې د دې کرښې په اوږدو کې جوړ شوي ښارونه په ځایي سیاسي، اقتصادي او کلتوري مرکزونو بدل شوي. د دې رېل پټلۍ بیا فعالېدل د غنيو سرچينو لرونکې ختیځې افریقا د ټرانسپورټي شبکې د ښه والي لپاره خورا ستر اهمیت لري.
ماکونبو وويل، تانزانيا د کرنې، ساينس، صنعتي کېدو او ډيجيټلي ټېکنالوژۍ پرمختګ ته ژمن دی، په يادو ساحو کې له چين سره همکاري د تانزانيا په ګټه ده. تانزانيا غواړي له چين سره د همکارۍ له لارې د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.