د زامبیا له ولسمشر هیچیلیما سره ځانګړې مرکه
CMG2024/09/07 15:39:36
شريکول:

د زامبیا ولسمشر هاکیند هیچلیما چې د چین او افریقا همکاريز فورم په سرمشريزه کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلی، د چين سي جي ټي ان (CGTN) ځانګړې مرکه منلې او پکې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خپلې نظريې شريکې او د تانزانیا- زامبیا رېل پټلۍ د بیا فعالېدو په اړه یې خپلې تودې هیلې څرګندې کړې.

نوموړي ويلي، تېر کال چين او زامبيا هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ ته رسېدلي او د افريقايي خلکو د ژوند معيارونو د لوړوالي، د خوړو امنيت، د انرژۍ امنيت او د صنايعو د زرغون کېدو په اړه يې هر اړخيزې همکارۍ کړې دي. سږ کال د زامبيا او چين ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو شپېتمه کليزه ده چې دواړه هېوادونه د متقابلو ګټو د تر لاسه کولو او پر نړۍ د مثبتو اغېزو د رامنځته کولو لپاره ژمن دي.

هچيليما د چين لخوا د تانزانيا- زامبيا رېل پټلۍ د بيا فعالېدو په اړه ويلي، د رېل پټلۍ بيا پیل به د تانزانيا او زامبيا ترمنځ سوداګري لا ډېره پراخه کړي او بې ساري تجارتي فرصتونه به رامنځته کړي. د تانزانیا- زامبیا ریل پټلۍ بیا فعالېدل به نه یوازې تانزانیا، چین او زامبیا ته ګټه ورسوي، بلکې ټولې سیمې، ټولې افریقایي وچې او حتی ټولې نړۍ ته به ګټې ورسوي.