امريکا اوکراين ته د ۲۵۰میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته برابروي
CMG2024/09/07 11:00:31
شريکول:

د امريکا د ملي دفاع وزارت د سپتمبر په ۶مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، د اوکراين د امنيتي او دفاعي اړتياوو له مخې به ورته د ۲۵۰ میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې برابرې کړي.

د دغې اعلاميې له مخې، ياده مرسته به د امريکا د ملي دفاع له ذخيرې څخه بېله شي چې پکې د هوايي بريد ضد توغندي، راکټي سيستمونه، د ټانک ضد وسلې او زغره وال موټرونه شامل دي.