رئیس شي جين پينګ د توپاني زيانونو د مدیریت په پار مهمې لارښوونې وکړې
CMG2024/09/07 16:45:31
شريکول:

د سږ کال ۱۱م نمبر توپان د سپتمبر په ۶مې نیټې د چين د های نان او ګوانګ دونګ په ولايتونو کې ځمکې ته راښکته شو چې ۱ ميليون او ۲۲۱ زره وګړي يې اغېزمن کړي او سخت زيانونه يې رسولي دي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د توپاني زيانونو د کمولو او مدیریت په پار مهمې لارښوونې وکړې او ويې ويل، بېلا بېلې ادارې دې ژر تر ژره د ناورین وضعیت تایید کړي، د مرستې هڅې دې تنظیم کړي، د اغېزمنو خلکو ځای په ځای کول او بیا مېشتېدنې دې په سمه توګه اداره کړي، د ثانوي پېښو مخه دې ونیسي، تر وسې پورې دې زيانونه کم کړي، زیانمن شوي ټرانسپورټي، برېښنايي او مخابراتي تاسيسات دې ترمیم کړي، د استوګنځايو بیارغونه دې تر سره کړي، د توليد او عادي ژوند نظم دې بیرته راوګرځوي او د خلکو د ژوند او شتمنيو خوندیتوب دې تضمین کړي.