ترکيې د عراق او سوريې په شمال کې ۳۵ کردي وسله‌وال وژلي
CMG2024/09/07 10:59:24
شريکول:

د ترکيې د ملي دفاع وزارت د سپتمبر په ۶مه نېټه خبر ورکړ، ځواکونو يې په وروستيو کې د عراق او سوريې په شمال کې ۳۵ کردي وسله‌وال وژلي دي.

د خبر له مخې، ترکي ځواکونو په وروستيو ۴ ورځو کې د عراق په شمال کې په ترهګرو هوايي بريدونه کړي او په ترڅ کې يې ۲۷ کردي وسله‌وال وژلي دي.

د دې تر څنګ ترکي ځواکونو د سوريې په شمال کې ۸ کردي وسله‌وال هم وژلي دي.