د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۶مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د مرکزي افريقا له ولسمشر توادورا، د جنوبي سوډان له ولسمشر سلوا کير مايارديت، د ګامبيا له ولسمشر اداما بارو، د سوډان د ملي حاکمیت ټولنې له مشر عبدل فتح عبدلرحمن البحران او د ماداګاسکار له ولسمشر اندري نيرينا راجويلينا سره وکتل.
د یادونې وړ ده چې دغه افريقایي مشران د چين او افريقا همکاريز فورم سږنۍ سرمشریزه کې د ګډون په پار بېجینګ ته تللي دي.