د نوې صدراعظمې پايتونګترن شيناواترا په مشرۍ د تايلند نوې کابينې پر ځايي وخت د سپتمبر په ۶مه نېټه په بانکاک کې د دغه هېواد د پاچا په حضور کې لوړه کړې ده.
د تايلند حکومت کابينه ۳۶ غړي لري.
مېرمن پايتونګترن د اګست په ۱۶مه نېټه د تايلند د استازو مجلس له نيمو زياتو غړو رايې تر لاسه کړې او د صدراعظم په توګه ټاکل شوې ده.
د تايلند پاچا د سپتمبر په ۴مه نېټه د نوې کابينې ليست منظور کړی دی او اوس یې لوړه هم ترسره شوه.