د روغتيا نړيوال سازمان او افريقا له اېم‌پاکس ناروغۍ سره په ګډه مبارزه کوي
CMG2024/09/07 10:53:39
شريکول:

د افريقا د ساري ناروغيو د کنټرول او وقايې مرکز او روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۶مه نېټه د افريقا په لويه وچه کې له اېم‌پاکس ناروغۍ سره د ګډې مقابلې پلان تطبيق اعلان کړی دی.

د افريقا د ساري ناروغيو د کنټرول او وقايې مرکز مشر جان کاسېيا په همدې ورځ په يوې انلاین خبري ناسته کې ويلي، ياد پلان به د شپږو مياشتو لپاره دوام ولري او پکې به کابو ۶۰۰میليونه امريکايي ډالره پانګه واچول شي.

د ده په خبره، د دغه پلان په تطبيق سره به له مونکيپاکس یا اېم‌پاکس ناروغۍ سره د مختلفو افريقايي هېوادونو د مقابلې وړتيا لوړه شي او په نژدې همکارۍ سره به افريقايي هېوادونو ته تخنيکي ملاتړ برابر شي.

د یادونې وړ ده چې انسانان او حيوانان دواړه په دې ناروغۍ اخته کېدای شي.