د چین حکومت د توپان او سیلابونو له امله پېښ شوي ناورین پر وړاندې مبارزې لپاره ۲۷۰ ملیونه یوانه بېل کړي
CMG2024/09/08 10:36:12
شريکول:

د سږ کال ۱۱ ځل توپان چې د یاګي وریځو توپان نومېږي، د چین پر های نان، ګوانګ دونګ، ګوانګ شي او یون نان ولایتونه ځپلي او ځايي خلکو ته يې سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د چین د مالیې وزارت او د ناورینونو ضد وزارت د سپټمبر په ۷مه نېټه، ۲۷۰ ملیونه یوانه بېل کړي چې په یادو ولایتونو کې د توپان ځپلو خلکو د ژغورنې، خوندي ځایونو ته د انتقال، د ړنګ شویو کورونو ترمیم او رغولو کې به ولګول شي.