د چين د دولت رئيس مرستيال هان جنګ د مغولستان په رسمي بلنه د سپټمبر له ۶مې تر ۸مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه ليدنه وکړه او په پلازمينه اولان باتور کې يې په جلا جلا توګه د دغه هېواد د لومړي وزير لوسانامسرای ويون يرډيني، ولسمشر اوخناګیين خوريلسوح او د پارلمان رئيس امالبا يسګيلينګ سره وکتل.
هان جنګ د مغولستان له لومړي وزير ويون يرډيني سره د کتلو په وخت کې هغه ته د لومړي وزير په توګه د بيا ټاکل کېدو مبارکي څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې د ده او د ائتلافي حکومت په مشرۍ د دغه هېواد اقتصاد او ټولنه لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.
ويون یرډيني د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د ۷۵مې کليزې، د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه همکارۍ اړيکو تړون د لاسليکولو د ۳۰مې کليزې او د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د جوړېدو د ۱۰ مې کليزې په دې مهم کال کې مغولستان ته د هان جنګ له ورتګه هرکلی څرګند کړ او ويې ويل، مغولستان غواړي له چين سره د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د پرمختګ د ګډې هڅونې پر روحيې ټينګار وکړي او په نوې موده کې د ذات لبيني اړيکو د پرمختګ هڅونه وکړي.