برازیل د خپلواکۍ ۲۰۲ کلیزې په مناسبت د سپټمبر په ۷مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه برازیلیا کې پوځي رسم ګذشت ترسره کړ. د برازیل ولسمشر لویز انسیو لولا په همدې مراسمو کې سمندري، ځمکني او هوايي ځواکونه وڅارل، د پولیسو، د اطفايې عمله او د الوتکو د پروازونو نمایشونه یې وکتل.
د برازیل د خپلواکۍ د سږ کال نمانځنې مراسم د (( ډیموکراسي او خپلواکي—د برازیل سم لوری)) تر عنوان لاندې ترسره شول، شاوخوا ۳۰ زرو ځايي وګړو په دې مراسمو کې ګډون کړی دی.