د چیني کلتور د ۲۰۲۴ کال فیسټیوال د سپټمبر په ۷مه او ۸مه نېټه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې ترسره شو.
دغه فیسټیوال په جاپان کې د چین سفارت او د دې فیسټیوال د تشکلاتي کمېټې لخوا په ګډه وشو. په دغه فیسټیوال کې شاوخوا ۱۵۰ نندارځایونه جوړ شوي، نندارچیانو نه یوازې د چین خوندور خوراکونه، د چین د موسیقۍ ځانګړې الې، اکروباتیک ننداره کتلې، بلکې د چیني شرکتونو برېښنايي موټر او ځيرک ټیلېفونونه يې هم له نږدې کتلي او د چین د اقتصاد حیاتي ځواک یې پېژندلی دی.