د چين د پانګونې او سوداګرۍ نړيوال نندارتون، چې هر کال د چين د ختيځ فوجيان ولايت په شيامن کې جوړيږي، نه يوازې په دغه هېواد کې د لوړ کيفيت بهرنۍ پانګونې د تقويه کېدو سبب کيږي، بلکې د چين د بهرنۍ پانګونې د پراخيدو زمينه هم برابروي. دغه نندارتون پر دوه اړخيزو او څو اړخيزو سوداګريزو مشارکتونو په تمرکز سره په حساسو سکټورونو لکه ډيجيټلي اوښتون، زرغون صنعت او غوړيدونکې ټکنالوژۍ کې د همکاريو د پراختيا سبب کيږي.
د چين د پانګونې او سوداګرۍ د نړيوال نندارتون د ۲۰۲۴م کال ګڼه «د پانګونې له لارې د نړۍ اتصال» په نوم د سپټمبر په اتمه نېټه پيل شوې ده. سږ کال د متقابلې پانګونې لپاره د يوه نړيوال دهليز په توګه د ياد نندارتون د رول د تقويه کولو هڅه کېږي. په نندارتون کې به تر ۹۰ د ډيرو دولتونو او نړيوالو سازمانونو صنعتي ګروپونه، څو مليتي کمپني او سوداګر ونډه واخلي او د پانګونې فرصتونه به را وسپړي.
اوس پوښتنه دا ده چې د ياد نندارتون سږنۍ ګڼه څرنګه د ورخلاصون او ګډې پانګونې فرصتونه هڅوي؟
د پيل په توګه؛ د چين د پانګونې او سوداګرۍ نړيوال نندارتون به د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره د چين ستراتيژي روښانه کړي. د ملي اقتصادي او ټکنالوژيکي پراختيا د زون د ۴۰مې کليزې لپاره د نندارتون ځانګړې سيمه د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره د چين هڅې او د بهرنۍ پانګونې د جلب په برخه کې د ياد هېواد لاسته راوړنې را برسېره کوي. دا هر څه منصفو ليدونکو ته د چين د بدليدونکو سوداګريزو پاليسيو، د نړيوال انکشاف په برخه کې د ښو اقداماتو او په نړيوالو اقتصادي اړيکو کې د چين د مهمې ونډې په تړاو ښه ليدلوری ورکوي.
بل تمرکز پر صنعتي نوښتونو دی چې د چين په نړيواله سيالۍ کې محوري رول لري. د ۴۷ زرو مربع مترو په پراخوالي سره پر پرمختللې ټکنالوژۍ سنبال د غونډو لوی تالار د برېکس د غړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو، د اکمالاتي کړۍ د پرمختګ، د نوي باکيفيته کاري ځواک، زرغونې او لږ کاربن خپروونکې ټکنالوژۍ د ودې څرګندونه کوي.
د نندارتون پنځه اختصاصي زونونه؛ د برېکس په غړو هېوادونو کې له نوی صنعتي انقلاب، ډيجيټلي اقتصاد، د ملي اکمالاتي ځنځير له نوښت، له نوې انرژۍ او زرغون نوښت او له نړيوال امنيت او قانوني ټکنالوژۍ څخه عبارت دي. دغه زونونه د پانګونې هغو وروستيو مشارکتونو، ټکنالوژيو او بهيرونو ته اجمالي نظر دی چې په نړيواله کچه د صنايعو راتلونکې ته شکل ورکوي.
د چين د پانګونې او سوداګرۍ نړيوال نندارتون به دغه راز په چين کې پانګونه پراخه کړي او د ټيټ کاربن او زرغونې ټکنالوژۍ، ځيرک توليد او مصنوعي ځيرکتيا په څېر صنايعو کې به نوی باکيفيته توليدي ځواک تقويه کړي. دغه نوښت د فرصتونو د يوې ټولګې په وړاندې کولو سره د نړيوالې پانګونې د يوه مهم مقصد په توګه د چين رول تقويه کوي.
په داسې حال کې چې په نړيواله کچه د اکمالاتي ځنځير د زيانمنېدو اندېښنې ورځ تر بلې ډيريږي، د چين د پانګونې او سوداګرۍ نړيوال نندارتون د نړيوال اکمالاتي ځنځير د مقاومت او همکاريو د پياوړي کولو لپاره د نوي ملي اکمالاتي ځنځير نوښت وړاندې کړی دی. د دې تر څنګ، د چين د اکمالاتي ځنځير د مديريت په پنځم کنفرانس کې د صنايعو مخکښان او کارپوهان سره راټوليږي څو نويو ننګونو ته د حل لارې ومومي.
په نندارتون کې د سوداګريزو شبکو او تبادلاتو لپاره هم يو ابتکاري چوکاټ موجود دی. د نندارتون په تالار کې د ځانګړو شرکتونو، د صنايعو د پټو اتلانو او په ملي کچه د اقتصادي او تخنيکي پراختيا د زونونو لپاره ځانګړي ځايونه په پام کې نيول شوي څو د دوی تر منځ د خبرو او همکاريو زمينه برابره شي. د نړۍ له ګوټ ګوټ په ځانګړي ډول اروپا څخه واړه او متوسط کاروباريان په نندارتون کې ګډون کوي چې ورسره به د چيني کاروباريانو او صنعتي پارکونو او نړيوالو کاروباريانو تر منځ اړيکې جوړې شي.
په داسې حال کې چې د نړيوالو لويه برخه په چين کې پانګونه پر راتلونکې پانګونه ګڼي، د چين د پانګونې او سوداګرۍ نړيوال نندارتون په دغه هېواد کې د سوداګريز چاپېريال پر بدليدونکي وضعيت د باريکيو د ليدلو کړکۍ ګڼل کېدای شي. چين د خپل سوداګريز چاپېريال په ښه کولو، د لوړې کچې نړيوالو همکاريو په پراخولو او د متقابلې ودې په تقويه کولو سره نه يوازې په نړيوال مارکيټ کې د خپلې ګټې وټې کچه لوړوي، بلکې د نړيوالې مشترکې سوکالۍ لپاره مسير هم ټاکي.