د چين د مرکزي پوځي کمېټې رئیس شي جين پینګ په وروستيو کې د پوځي سيمو د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې د مقرراتو د خپرولو لپاره فرمان لاسليک کړی، چې د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه به نافذ شي.
دغه مقررات په شپږو برخو ويشل شوي او پنځوس مادې لري، چې پکې د پوځي سيمو د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې موخه او دندې او د دې سيمو د چاپېريال ساتنې ځينې نورې غوښتنې ټاکل شوي دي.