د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدیر تيدروس ادهانوم غیبرسوس، چې اوسمهال له سوډان څخه په لېدنې بوخت دی، د سپتمبر په ۸مې نېټې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې له دغه هېواد سره بیړنۍ مرستې وکړي او طبي او روغتیا ادارې دې يې له بحران څخه وژغوري.
تيدروس په همدې ورځ د سوډان په ختيځ ښار پورټسوډان کې يوې خبري غونډې ته ويلي، د سوډان پر جګړې څه دپاسه ۵۰۰ ورځې اوښتي، چې له امله یې دغه هېواد له ګڼو بحرانونو سره مخامخ شوی او خلک یې له قحطۍ سره مخ دي او ورسره د شري په ګډون يو شمېر نورې ناروغۍ هم پکې په خورېدو دي.
نوموړي ويلي، د سوډان ماشومان د درملو او لومړنۍ روغتیایي پاملرنې څخه محروم دي او پر نړېوالې ټولنې يې غږ کړی، چې سوډان ته د ۲،۷ ميلیارډو ډالرو بیړنۍ مرستې چمتو کړي او د دغه هېواد د طبي او روغتیا ادارو پر وړاندې بحران سره دې مقابله وکړي.