چين ((په ۲۰۲۴م کال کې هېواد ته د بهرنيو پانګو د داخلېدو په پار ځانګړي اداري تدبيرونه)) خپاره کړي
CMG2024/09/09 11:21:47
شريکول:

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې او سوداګرۍ وزارت د سپتمبر په اتمې نېټې  (( په ۲۰۲۴م کال کې هېواد ته د بهرنيو پانګو د داخلېدو ځانګړی اداري تدبيرونه)) يا منفي لېست خپور کړی، چې د روان کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به نافذ شي.

په نوموړي لېست کې د بهرنيو پانګونو پر وړاندې د محدوديت تدبيرونه له ۳۱ مادو څخه ۲۹ مادو ته راټيټ شوي او په توليدي چارو کې د بهرنيو پانګونو ټول محدوديت لغوه شوي دي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې ويلي، له سوداګرۍ وزارت او نورو ادارو سره به يو ځای د بهرنيو پانګوالو امتيازي تګلارې او د منفي لېست اداري سیسټم او ياد تدبيرونه جدي پلي کړي، څو نوي تدبیرونه پر وخت اغېز وښندي او له منفي ليست پرته نورو برخو کې د کورنیو تصديو په شان بهرنیو تصديو او پانګوالو ته ورته تګلاره غوره شي.