د سوریې پوځ د سپتمبر د ۹مې نېټې په سهار په یوې اعلامیې کې ویلي، چې اسرائيلو ځواکونو د مې د ۸مې نېټې په شپه د دغه هېواد د مرکزي سیمو څو پوځي ځایونه په نښه کړي، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې په ۸مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۲۰ دقیقو د لبنان له شمال لوېدیځ څخه د سوریې د مرکزي سیمو پر ګڼو پوځي ځایونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي، ۱۵ نور ټپیان شوي او یو شمېر تاسیسات یې زيانمن کړي دي.