د زيمبابوې ولسمشر مننګاګوا: چيني شکله عصري کېدل د زده کړې وړ او ډېر ارزښت لري
CMG2024/09/09 15:26:05
شريکول:

د زمبابوې ولسمشر ايمرسن دامبودزو مننګاګوا د سپتمبر په ۴مې نېټې له چين ميډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکې کې ويلي، چيني شکله عصري کېدل د زيمبابوې او نورو افريقايي هېوادونو لپاره د زده کړې وړ ده او ډېر ارزښت لري.

ایمرسن مننګاګوا د چين او افريقا په همکاريز فورم کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.

نوموړي ويلي، چين په چټکۍ پرمختګ کوي او افريقايان د چين په انکشافي جريان ښه پوهېږي.

ولسمشر ایمرسن مننګاګوا ويلي، د زمبابوې ځيني انکشافي ستونزې لادمخه په چين کې هوارې شوي او د چين او افريقا همکاريز فورم کولی شي، چې له ننګونو سره د مقابلې په برخه کې له زمبابويانو سره مرستې وکړي او زمبابويان به د چين له تجربو ګټې پورته کړي.