د چين د ښوونې ملي غونډه د سپتمبر په ۹مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پېل شوه او تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ په يادې غونډې کې ګډون او مهمه وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، د سږکال د سپتمبر ۱۰مه نېټه په چين کې د ښوونکو له ۴۰مې ورځې سره برابره ده او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازیتوب یې د دغه هېواد ښوونکو او تعليمي کارکوونکو ته مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ ويلي، ښوونکو ته درناوی او تعليمي چارو ته په درنه سترګه کتل د چين ښه دودونه دي او هېواد به يې د ښوونکو سياسي، ټولنيز او مسلکي مقامونه لوړ وساتي، معاشونه به يې لوړ او مسلکي شرافت او قانوني حقونه به یې خوندي وساتي او له تعليم پرته د ښوونکو دندې به کمې کړي .
د هغه په خبره، د چين حکومت به د غوره ښوونکو د اجازې او اعلان په برخه کې نورې هڅې وکړي او په ټولنې کې به د ښوونکو شهرت لوړ وساتي.