د روسیې پوځ به د چين د ”شمال- د ۲۰۲۴م کال ګډ تمرين “کې ګډون وکړي
CMG2024/09/10 16:10:12
شريکول:

د چين د ملي دفاع وزارت د سپتمبر په ۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د روسیې پوځ به د چين او روسیې د ګډو نظريو او کلني پلان له مخې د جاپان سمندر او د وخوتسک سمندر په اړوندو سمندري او هوايي سيمو کې د چين د ”شمال- د ۲۰۲۴م کال ګډ تمرين “ته خپل سمندري او هوايي ځواکونه ولېږي.

د مالوماتو له مخې، د چين او روسیې د ځواکونو دغه تمرين به د دواړو هېوادونو د ځواکونو د ستراتيژيکو همکاريو سويه لوړه کړي او د امنيتي ننګونو په مقابل کې به یې توانونه پياوړي کړي.

برسیره پر دې، د چين او روسیې د سمندري ځواکونو د بيړيو ډلې به په ارام سمندر کې په پنځم ځل ګډ ګزموي تمرينونه ترسره کړي او چين به د روسي پوځ د سمندر- د ۲۰۲۴م کال په ستراتيژيک تمرين کې ګډون وکړي.