د چین-کارابين د سوداګرۍ څلورم فورم کې به نويو همکاريو ته پاملرنه وشي
CGTN2024/09/10 10:44:51
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د سپتمبر په ۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د چين ــــ کارابين د سوداګريزو همکاريو د څلورم فورم د وزيرانو غونډه به د سپتمبر له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې د چين د های نان ولايت په چيونګ های ښار کې ترسره شي.

ياده غونډه د چين د سوداګرۍ وزارت او د های نان ولايتي حکومت په کوربتوب ترسره کيږي او ګډونوال به يې په نويو همکاريو بحثونه وکړي، د دواړو خواوو د بېلا بېلو پاليسو د تبادلې او د فرصتونو د زياتوالي پر لارو چارو به وغږيږي او د يووالي او همکاريو روحيه به خپره کړي.

په دغې غونډې کې به د کارابين سیمې د ۱۱ هېوادونو (انتيګوا او باربودا، باربادوس، باهاما، کيوبا، دومينيکا، دومينيکان، ګرينادا،‌ ګويانا،‌ جامايکا، سورينام،‌ ترينيداد لو توباکو) حکومتي پلاوي او د کارابين ټولنې د دارالانشأ استازي ګډون ولري او د هايتي حکومتي استازی به  پکې د کتونکي هېواد په توګه برخه واخلي.