لي چيانګ به له سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو څخه لېدنې وکړي
CMG2024/09/10 10:48:51
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په ۹مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد صدراعظم لي چيانګ به د سعودي عربستان د وليعهد او صدراعظم محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود او د متحده عربي اماراتو د مرستيال ولسمشر او صدراعظم شيخ محمد بن راشد الکتوم په بلنې، د سپتمبر له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې له يادو هېوادونو څخه لېدنې وکړي او په ترڅ کې به یې د چين – سعودي عربستان د لوړې کچې ګډې ټولنې د ۴مې غونډې مشري وکړي.