د چين د موټر جوړولو ټولنې د سپتمبر په ۱۰مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په اګست کې د دې هېواد د نوې انرژۍ د موټرونو د توليد او پلور اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېره زياته شوې ده.
شمېرې ښيي، په تېر اګست کې د چين د نوې انرژۍ موټرونو تولیدي اندازه ۱ میلیون او ۹۲ زرو عرادو ته رسېدلې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲۹.۶ زياتوالی ښيي او د پلور اندازه يې ۱ میليون او ۱۰۰ زرو عرادو ته رسېدلې وه، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۳۰ زياتوالی ښيي.
په تېر اګست کې، د چين د برېښنايي موټرونو د پلور اندازې د نويو موټرونو د پلور اندازې کې ٪۴۴.۸ نيولې ده.
د چين د موټر جوړولو ټولنې د مالوماتو پر اساس، په بهرنيو هېوادونو کې د چين د موټرونو د پرزو شاوخوا ۴۰ شرکتونو عايدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۸ زيات شوي دي.