د چين او نړيوالتوب فکري مرکز (سي سي جي)د سوداګرۍ نړيوال سازمان د ۲۰۲۴م کال د عامه فورم په ترڅ کې د سپتمبر په ۱۰مې نېټې په جنيوا کې ((د چین له زرغون پرمختګ په ګټې اخيستنې نړيوال اقليمي بدلون کم او ورو کول)) په عنوان سيمينار ترسره کړی دی.
په دغه سيمينار کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان، رسنیو او فکري مرکزونو څه باندې ۱۰۰ استازو ګډون کړی و.
د چين د سوداګرۍ پخواني وزير او د سوداګرۍ نړيوال سازمان پخواني مرستيال مدير يي شياو جون ياد سيمينار ته په وينا کې ويلي، چې د چين د نوې انرژۍ صنعت د نړۍ د کاربن ډای اکسايد د ايستنې د کمولو لپاره فعال خدمت کړی دی.
نوموړي د ساري په ډول ويلي، چې په ۲۰۲۲م کال کې يو شمېر هېوادونو د چين د بادي برېښنا او لمريزې انرژۍ د توليداتو په کارولو سره ۵۷۳ ميليونه ټنه کاربن ډای اکسايد کم کړي او د بېلابېلو هېوادونو د مشتريانو لپاره يې د نوې انرژۍ ټيټه بيه لرونکي تولیدات برابر کړي او په دغو چارو سره یې د اړوندو هېوادونو د پيسو پړسوب هم کم شوی دی.