د سوداګرۍ نړيوال سازمان راپور: نړيوال اقتصاد له درېيو لویو ننګونو سره مخ دی
CMG2024/09/11 11:35:43
شريکول:

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د سپتمبر په نهمې نېټې د ۲۰۲۴م کال د نړيوالې سوداګرۍ راپور خپور کړی دی.

راپور وايي، د جيوپوليټيک په تړاو د هېوادونو ترمنځ د سياليو، سيمه یيزو کشالو او سوداګريزو بنديزونو په شمول کړکېچنو حالاتو د نړيوال اقتصاد د ۳۰ کلن پرمختګ ثابت بنسټ ته زيانونه رسولي دي.

راپور وايي، اقلیمي بدلون هم ښايي بېلا بېلو هېوادونو او په تېره بيا ټيټ عايد لرونکو اقتصادونو ته لازیات زيانونه ورسوي.

راپور وايي، يادو کړکېچنو حالاتو په ننګونو سربيره نړۍ ته فرصتونه هم برابر کړي دي او د بېلګو په ډول يې ويلي، چې پرمختيایي اقتصادونه د ډيجيټلي کېدو له لارې سوداګريز لګښت کمولی او د خدمتي چارو په محور پرمختګ ته پام اړولی شي او يا په نړيوال زرغون پرمختګ کې د بيا کارېدونکو سرچېنو د اړتياوو د معلومولو له لارې خپل نوي پرمختيایي فرصتونه ترلاسه کولی شي.

دغه سازمان په راپور کې پر بېلا بېلو هېوادونو غږ کړی، چې د ډيجيټلي توپيرونو د کمولو او د دې سازمان د اصولو د نوي کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي، څو د خدماتي سوداګرۍ او ډيجيټلي او زرغون اقتصاد پرمختيايي اړتياوې پوره شي.

په راپور کې د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه هم شوې ده.