د ملګرو ملتونو ۷۹مه عمومي اسمبلي پرانيستل شوه
CGTN2024/09/11 10:50:08
شريکول:

د ملګرو ملتونو ۷۹مه عمومي اسمبلي د سپتمبر په ۱۰مې نېټې په نيويارک کې پرانيستل شوه.

د اسمبلۍ رئيس فيلېمون يانګ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او د اقلیمي بدلون، د شخړو د سختېدو او د تلپاتي پرمختګ د ورو کېدو په شمول د يو لړ نړيوالو ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

نوموړي د اسمبلۍ پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې سوله او امنيت تر هر څه مهم بللي او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د سيمه ييزو شخړو د هواري لپاره هڅې وکړي.

فیلېمون یانګ له نړيوالې ټولنې دا هم غوښتي، چې د نوښت او زرغون اقتصاد له لارې د اقتصاد زیاتوالي ته عادلانه وده ورکړي، څو کوچني او لوی هېوادونه له اقتصادي پرمختګ څخه برخمن شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوټرېش د اسمبلۍ پرانېستونکو مراسمو ته په وينا کې نړيوال وضعيت ډېر سخت ياد کړی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د بېوزلۍ د کمولو،‌ د غير متوازن پرمختګ د ليرې کولو او د اقليمي ننګونو د هواري په برخو کې پلانونه جوړ کړي.