بېجينګ: نړيواله ټولنه دې له افريقا سره د همکاريو په برخه کې واقعي عادلانه او مساوي رويه غوره کړي
CMG2024/09/11 11:51:30
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په لسمې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد یې د چين او افريقا د همکارۍ فورم بېجينګ سرمشريزې کې، چې څو ورځې مخکې ترسره شوه، له افريقا سره د همکاريو يو لړ نوښتونه اعلان کړي دي.

نوموړې ويلي، چينايي تصديو په تېرو درېیو کلونو کې د افريقايانو لپاره ۱،۱ ميليون کاري فرصتونه برابر کړي او دا چاره یې د افريقا د پرمختيایي ستونزو د لرې کولو او له رېښې د پورونو د لرې کولو او د ستونزو د هواري لپاره ګټوره بللې ده.

د نړيوال بانک شمېرې ښيي، د افريقايي هېوادونو په حکومتي پورونو کې څو اړخيز او شخصي پورونه په سلو کې اتيا او دوه اړخیز پورونه پکې بيا ډېره کمه برخه نيسي. چين د افريقايي هېوادونو له خوا د پورونو د بېرته ور کولو د فشارونو د کمولو لپاره په څو اړخیزو لارو چارو ډېرې هڅې کړي، چې د پورونو د کمولو په تړاو يې د جي شل (G20) نوښت تر ټولو لوی خدمت دی.

بېجينګ د چين او افريقا د همکارۍ فورم په دې وروستۍ سرمشریزې کې له پورونو څخه د يادو هېوادونو د معافولو مشخص تدبيرونه خپاره کړي دي.

د ماو نينګ په خبره، د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له افریقا سره د همکاريو په برخه کې واقعي، عادلانه او مساوي رويه غوره کړي.

وانګ یي ويلي، نړيواله ټولنه او په تېره بيا پرمختللي هېوادونه او نړيوال پولي سازمانونه دې له افریقا سره د همکاريو په برخه کې خپل مسؤليتونه پرغاړه واخلي او پر افريقايي هېوادونو دې د پورونو فشارونه کم کړي، څو دواملرونکي پرمختګ ته لاره پرانېستل شي.