د عرب ليګ د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا ۱۶۲مه غونډه د سپتمبر په لسمې نېټې د مصر په پلازمېنې قاهرې کې ترسره شوه او په يوه پرېکړه ليک کې يې پر اسرائيل غږ کړی، چې خپل ځواکونه له غزې څخه وباسي.
په پرېکړه ليک کې د اسرائيل له لوري په غزې کې د هرې سيمې له کنټرول سره ټينګ مخالفت ښودل شوی او ورڅخه یې غوښتي، چې د فيلادلفيا دهليز او فلسطيني رفح بندر په شمول د غزې تړانګې له ټولو سیمو څخه ووځي.
عرب ليګ د فلسطين او مصر سرحدي کرښه د ملي حاکميت کرښه بللې او ويلي یې دي، چې اسرائيلي ځواکونه پرې تېری نه شي کولی.
په پرېکړه ليک پر دې ټينګار شوی، چې اړوندې خواوې باید د منلو وړ اصولو سره سم رفح بندر اداره او پر وړاندې يې هر ډول خنډونه لرې کړي او بشري مرستندويه توکي باید په ډېرې چټکۍ او خونديتوب له دغه بندر څخه تېر کړي.