چين او افريقا د انساني عصري پرمختګ عادلانه نمونه جوړه کړې
CMG2024/09/11 15:02:08
شريکول:

د زيمبابوې ولسمشر ايمرسون منانګاګوا د ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزې کې د ګډون په ترڅ کې د دغه هېواد نانجينګ ښار ته تللی او هلته يې د چين د ولسي ازادۍ بښوونکي پوځ د قومندانانو اکاډامۍ څخه لېدنه کړې ده.

منانګاګوا په ۱۹۶۴م کال کې په همدغې اکاډامۍ کې روزنه ترلاسه کړې او همغه مهال یې پرېکړه کړې وه، چې د خپل هېواد استعماري حکومت به ړنګوي او هېواد به ازادوي.

 نوموړي له يادې اکاډمۍ څخه د لېدنې پر مهال ويلي، چې د هغه په شمول ۵ کسان په چين کې په انقلابي روحيې روزل شوي، خو اوس يوازې دی ژوندی پاتې او هغه څلور نور مړه شوي دي.

په زيمبابوې کې د اروپايي هېوادونو په تېره بيا د برېتانيې استعماري یرغل له سلو کالونو زيات دوام درلود او تر ۱۹۶۲م کال پورې د دغه هېواد د خاورې له نيمايي زياته برخه د اروپا د سپين پوستو له خوا نيول شوې وه، چې شمېر یې د ځايي عمومي نفوس له يو پر شپاړسمې سره برابر و. منانګاګوا په ۱۹۸۰م کال کې له موګابي سره اوږه په اوږه د زيمبابوې د خپلواکۍ لپاره مبارزه او جنګ کړی دی.

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا د همکاريز فورم د سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې همغه حقيقت ته اشاره کړې، چې د لوېديځ د عصري کېدو جريان ډېرو پرمختيايي هېوادونو ته ستر مصيبتونه او غمونه رسولي، خو دغه حقيقت د لوېديځ په راپورونو او خبرونو کې پټ ساتل شوی دی. د دوهم نړيوال جنګ له پای ته رسېدو وروسته د چين او افريقايي هېوادونو په شمول د درېيمې نړۍ هېوادونو ګام په ګام خپلواکي ترلاسه او پرمختګ کړی او د عصري کېدو جريان د تاريخي نابرابرۍ د سمولو لپاره يې دوامدارې هڅې کړي او تر اوسه په دغه برخه کې نه دي بريالي شوي.

د بېلګې په توګه، زيمبابوې له خپلواکۍ وروسته د برېتانيې له حکومت سره ((لانکاسټر هاوس تړون)) لاسليک کړ، خو برېتانيې نهه کاله وروسته د ياد تړون تطبيق بند اعلان کړ او زيمبابوې ته يې د ځمکو د مديريت سيسټم د اصلاح د پيسو له برابرولو څخه لاس واخېست.

د برېتانيې براير حکومت په ۱۹۹۷م کال کې د (( د استعماري زمانې د بارونو د پرېښودلو)) په پلمه له زيمبابوې سره مالي مرستې بندې کړې.

برېتانيې لومړی په لېونتوب زيمبابوې تالا کړه او وروسته یې دغه هېواد ته شا واړوله او یو بار یې وباله.

د استعماري هېواد د شتمنۍ او پرمختللي جريان ته بايد د عصري کېدو نوم ور نه کړل شي ، ځکه دغه جريان د ملي ګټو په پلمه لوټماري، چور او تالان دی. د لوېديځو هېوادونو ټولنيز رفتار د استعماري زمانې او يا د سمندري لوټمارې په پرتله کم نه دی او دا رفتار یې نه دی بدل شوی.

څوک باید د سمندر لوټمارانو څخه مرسته ونه غواړي. چين، د افريقا او جنوبي ختيځې اسيا هېوادونه د لوېديځ ظلم او تسلط ځپلي وو او اوس د ملي پرمختګ او د خلکو د ګټو لپاره يو د بل ملاتړ او مرستې کوي او د عصري کېدو پر لارې ګامونه اخلي.

چين او افريقايي هېوادونو د ملي پرمختګ په اړه څرګندې موخې ټاکلې دي.

چين د چيني شکله عصري کېدو لپاره هلې ځلې کوي او افريقا د ۲۰۶۳م کال اجنډا د بشپړولو په هڅه کې ده. شي جين پينګ د چين او افريقا د همکاريز فورم په سرمشريزې کې د افريقا د عصري کېدو د ملاتړ په غرض په لسو برخو کې همکاريز اقدامات وړاندې کړي دي.

د معنوي برخې عصري کېدل په مادي برخه کې د عصري کېدو لپاره مخکښ شرط دی.

مونږ بايد د لوېديځ عصري کېدو ته درناوی ونه لرو او نه هم باید د لوېديځ تش په نوم مرستو او يا جبرانونو ته تمه ولرو. لوېديځو هېوادونو زمونږ د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ (( انګړ او لوړ دېوال)) جوړ کړی، ځکه دوی ډاريږي، چې مونږ به هغه څه چې دوی پخوا راڅخه غصب کړي، بيا ترلاسه کړو.

چين او افريقا د څواړخيزې همکارۍ تر چوکاټ لاندې يو د بل ملاتړ کوي او د خپل وضعيت له مخې د عصري کېدو د مناسبې لارې د پيدا کولو په هڅه کې دي. د چين، افريقا او نورو زياتو پرمختيايي هېوادونو د عصرې کېدو لار د انساني ټولنې د پرمختګ عادلانه لار ده.