لي چیانګ متحده عربي اماراتو ته ورسېد
CMG2024/09/12 14:27:38
شريکول:

د چین صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر د ۱۱مې نېټې په شپې د عربي متحده اماراتو د مرستيال امير او صدارعظم محمد بن رشيد المکتوم په بلنې د ابوظبۍ زايد نړيوال هوايي ډګر ته ورسید او له دغه هېواده یې رسمي سفر پيل کړ.

لي چیانګ په هوايي ډګر کې رسنيو ته ويلي، د چین او عربي متحده امارات پر ډيپلوماتيکو اړيکو څلوېښت کاله اوښتي او خپلمنځي اړیکې يې ګام په ګام غوړيدلي دي.

نوموړي ويلي، د چین دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال په مې کې د عربي متحده اماراتو له ولسمشر شیخ محمد زاید ال نهیان سره وليدل او دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو د اړيکو او همکاريو د پرمختګ لاره روښانه کړې او ځواک یې ورته برابر کړی دی.

لي چيانګ زياته کړې، چين او متحده عربي امارات به د مشرانو د ستراتیژیکي لارښوونې په رڼا کې خپلمنځي اړيکې چټکې او ژورې کړي او په ډېرو پلټيزو چارو کې به نږدې همکارۍ وکړي او د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات او سوکاله پرمختګ لپاره به دوامدارې هڅې وکړي.