امریکې او بریتانیې له اوکراین سره نوې مرستې اعلان کړې
CMG2024/09/12 14:26:45
شريکول:

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن، چې اوسمهال له اوکراين څخه په لېدنې بوخت دی، د سپتمبر په ۱۱مې نېټې له دغه هېواد سره د مرستو نوی پلان اعلان کړی، چې له مخې به یې، امريکا او بريتانيا په جلا جلا توګه له اوکراين سره له ٧٠٠ ميليونو ډالرو او ۶۰۰ ميليونو پاونډه زياتې مرستې وکړي.

بلینکن په همدې ورځ د اوکراین او بریتانيې له بهرنیو چارو وزیرانو اندري سيبیها او ډاویډ لامي سره يوې ګډې خبري ناستې ته ويلي، چې امریکا به اوکراین ته له ۷۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاتې مرستې برابرې کړي، چې پکې ۳۲۵ میلیونه ډالره به د اوکراين د انرژۍ د تاسیساتو او برېښنا د بیارغولو لپاره ولګول شي، ۲۹۰ ميلیونه ډالره به د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو لپاره او پاتې ۱۰۲ میلیونه ډالره به یې د ماین پاکۍ په چارو کې وکارول شي.