د چين او سعودي عربستان لوړ پوړې ائتلافي کمېټې ۴مه غونډه ترسره شوه
CMG2024/09/12 10:40:14
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر د ۱۱مې نېټې په ماسپښين د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې د دغه هېواد وليعهد او لومړي وزير محمد بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود سره کتلي او د دواړو هېوادونو د لوړ پوړې ائتلافي کمېټې د ۴مې غونډې ګډه مشري يې ورسره کړې ده.

لي چيانګ يادې غونډې ته ويلي، چين له سعودي عربستان سره اړيکو ته د ټولو هېوادونو او په ځانګړي توګه د منځني ختيځ ډيپلوماتيکو اړيکو لومړيتوب ورکوي او هيله يې ښودلې، چې چين او سعودي عربستان يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي، د يو بل پرمختګ سره مرسته وکړي، يو د بل پرمختګ يو مهم فرصت وبولي، د يادې ائتلافي کمېټې رول پرله پسې ولوبوي، خپلمنځي اړيکو ته لا زيات پرمختګونه ورکړي او خلکو ته لا نورې ګټې ورسوي.

دواړو مشرانو تر يادې غونډې وروسته د چين او سعودي عربستان د لوړ پوړې ائتلافي کمېټې د ۴مې غونډې ياداښت هم لاسليک کړی دی.