شي جين پينګ د چين د ۲۰۲۴م کال د نړیوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CGTN2024/09/12 11:00:36
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۲مې نېټې د چين د ۲۰۲۴م کال د نړیوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي ويلي، د چين د نړیوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون تر اوسه لس ځلې په برياليتوب ترسره شوی او  د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون لپاره يې فعال خدمتونه کړي دي.

شي جين پينګ ويلي، چين به د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې له بېلابېلو هېوادونو سره فرصتونه شريک او ګډې همکارۍ به ورسره وکړي، ګډ پرمختګ به ورسره ومومي، نړيوال اقتصاد ته به وده ورکړي او خلکو ته به ګټې ورسوي.

د چين د ۲۰۲۴م کال د نړیوالې خدمتي سوداګرۍ نندارتون په همدې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ((نړۍ ته خدمت کول او ګټې شريکول)) په عنوان پرانېستل شو.