د عراق ولسمشر عبداللطيف رشيد او صدراعظم محمد شیاع السوداني د سپتمبر په ۱۱مې نېټې په پلازمېنې بغداد کې په جلا جلا توګه د ايران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو او د سیمې د حالاتو په اړه غږيدلي دي.
د عراق او ايران مشرانو د اسرائيل او فلسطين پر شخړې او سيمه ييز وضعيت د نظريو تبادلې کړي او په بېلابېلو برخو کې يې د همکاريو ياداښتونه لاسليک کړي دي.
مسعود پزشکیان د ايران د ولسمشر په توګه خپل لومړنی رسمي بهر سفر عراق ته کړی دی.
د عراق ولسمشر ماڼۍ په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، ولسمشر عبداللطیف رشيد له خپل ايراني سیال سره په خبرو کې ویلي، چې هېواد به یې له ايران سره د ترهګرۍ ضد او د پولې امنيت په برخو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ ژورې کړي او سيمه ييز کړکېچن وضعيت به ارام کړي.
نوموړي اقليمي بدلون د دواړو هېوادونو لپاره او هم د نړۍ لپاره يوه ګډه ننګونه بللې او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه باید د اوبو د شريکولو په اړه ياداښت لاسليک کړي.