د برېکس د امنيتي چارو لوړ پوړيو استازيو غونډه ترسره شوه
CMG2024/09/12 10:17:01
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو د دفتر مشر وانګ يي د روسيې په سنت پيترزبورګ کې د برېکس هېوادونو د امنيتي چارو د لوړ پوړيو استازيو په ۱۴مې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.

د روسيې د فدرالي امنيتي غونډې سکريتر شويګو د دغې غونډې مشري کړې ده.

د غونډې برخه والو د نړيوالو امنيتي ګواښونو، ترهګرۍ ضد مبارزې، انټرنيټي امنيت او نړيوالې ادارې په شمول پر څو موضوعاتو د نظريو تبادلې کړي او د برېکس هېوادونو د کزان سرمشريزې لپاره يې لازم سياسي چمتوالی ښودلی دی.

ښاغلي وانګ په برېکس ميکانيزم کې د نويو غړيو د شاملېدو هرکلی کړی او اوسنۍ نړۍ یې د سخت بدلون په حال کې بللې او پر سوله ييزو تګلارو د برېکس هېوادونو ګډې سلامشورې يې خورا مهمې او اړینې يادې کړې دي.

نوموړي ويلي، د برېکس غړي هېوادونه بايد له دغه ميکانيزم څخه ګټې پورته کړي، ستراتيژيکې همغږۍ بايد پياوړې او يو د بل مرکزي ګټو او اندېښنو ته بايد پاملرنه وکړي، خپل ملي حاکميت، امنيتي او پرمختيايي ګټې بايد خوندي وساتي، پر عدالتي او معقول لوري د نړيوال سيسټم پرمختګ باید پرمخ بوځي او د نړيوالې سولې او سوکالۍ لپاره باید خدمتونه وکړي.