د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس د سپتمبر په ۱۱مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په جنوب ختيځ کې د سيستان بلوچستان ايالت استخباراتي ادارې د عدلي څانګې او سرحدي پوليسو په مرستې ۲.۴ ټنه ايس نشه يي توکي نيولي دي.
د خبر له مخې، د سیستان بلوچستان ايالت استخباراتي ادارې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو يوه نړيواله ډله هم نيولې ده.
ايران د افغانستان او اروپا ترمنځ د نشه يي توکو د قاچاق په څلورلارې کې دی او سيستان بلوچستان ايالت يې له افغانستان سره ګډه پوله لري.
( سپوږمۍ)