د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سپتمبر په يوولسمې نېټې پر سوډان د بنديز لګونې د پرېکړه ليک د مسودې په اړه رايګيري ترسره کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي دای بينګ د رايګيرۍ له پای ته رسېدو وروسته توضيحي وينا کړې او له امنیت شورا يې غوښتي، چې د سوډان د شخړې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو او تماس د پياوړتيا او د سياسي حل پلان د پيدا کولو لپاره هڅې وکړي او د دې تر څنګ د بشر دوستۍ کړکېچ د سختوالي د مخنيوي په برخه کې دې له سوډان سره مرستې وکړي.
دای بينګ د سوډان د شخړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د هېواد او خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي، د بشر دوستۍ نړيوال قانون جدي مراعات کړي، تر وسې پورې عام وګړي او ملکي تاسيسات وساتي او د لا نورو زيانونو له رسولو څخه دې ډډه وکړي.