چين د اسيا، افريقا او لاتيني امريکا د ولسونو ملګری دی
CGTN2024/09/12 14:59:47
شريکول:

د ناميبيا په پلازمېنې ويندهواک کې يو منځنی ښوونځی شته، چې د چين د ولسي جمهوريت د بنسټګر ماو ځه دونګ په نوم نومول شوی او څه موده مخکې پکې د رئيس ماو ځه دونګ مجسمه درول شوې ده. د ناميبيا پوهنې وزیرې انا نغیپوندوکا د دغې مجسمې د پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې دغه مجسمه د چين او ناميبيا ترمنځ د ژورې دوستۍ نښه بللې او ويلي يې دي، چې دا به د دواړو هېوادونو خلکو ته مورال ورکړي، چې خپلمنځي ملګرتيا نوره هم ټينګه وساتي.

ناميبيا د افريقا وروستۍ هېواد دی، چې خپلواکي يې اخيستې ده. په چین کې د ناميبيا لوی سفير کيامو رسنيو ته ويلي، چې د هېواد د خپلواکۍ د اخيستلو د مبارزې په جريان کې نه يوازې د دوی مشرانو، بلکې د انګولا، کانګو، تانزانيا، موزامبيک او جنوبي افريقا په ګډون د نورو افريقايي هېوادونو مشرانو هم له چين څخه د مرستې غوښتنه کړې وه. که څه هم هغه وخت چين ډېر بېوزله و، خو بيا هم په بشري روحيې يې تروسې له فريقا سره مرسته کړې ده.

اوس په لوېديځو رسنيو کې له افريقا سره د چين د مرستو په تړاو ډېر ناسم راپورونه ورکول کيږي او نوی نسل مو اړتيا لري، چې تاريخ او حقیقت درک کړي.

ماو ځه دونګ په ۱۹۶۳م کال کې د ناميبيا د اقتصاد او ښځو چارو له پلاوي سره د کتنې پر مهال ويلي وو،“ټول افريقايان زمونږ ملګري دي.”

د چين د درملو، خوړو او وسلو په مرستو سربيره د ماو ځه دونګ زړورې روحيې پر افريقايانو ډېرې اغېزې کړې دي، چې د استعمار او  امپريالسيزم پر وړاندې او د ملي خپلواکۍ په مبارزه کې يې څرګنده کړې ده.

په نړۍ کې ډېرو مشهورو شخصيتونو د ماو ځه دونګ له فکر څخه مورال اخیستی دی. د بېلګې په توګه د فلسطيني سياستوال محمد ياسر عرفات د ماو ځه دونګ هغه ليکنه «بې عقل سپينږيری غرونه انتقالوي» ډېره خوښېده او نوموړي د چين ستاينه کړې وه، چې څوک د چينايانو روحيه په پيسو نه شي اخيستلی او هغه هوډ لري، چې د دغې لېکنې د اصلي لوبغاړي (سپينږيري) په شان د امپرياليزم غرونه لرې کړي.

د کيوبا انقلابي مشر چي ګویوارا (Che Guevara) په ۱۹۶۰م کال کې له بېجينګ څخه د رسمي ليدنې پر مهال په ځانګړې توګه له ماو ځه دونګ څخه د حال احوال پوښتنه وکړه او هغه ته يې د کاسټرو سلامونه او نيکې هيلې ورسول.

د امريکا د سوکوهنې مشهور لوبغاړي مايک ټیسون ماو ځه دونګ د نړۍ تر ټولو ځواکمن سړی بللی او پر خپلې څنګلې يې د ماوځه دونګ انځور ټاټو  کړی دی. نوموړي ويلي، ماو ځه دونګ د نړۍ تر ټولو لوی مشر دی، خکه هغه د انسانانو د مساواتو لپاره مبارزه کړې وه.

تېره ورځ (د سپتمبر ۱۱ مه نېټه) د ماو ځه دونګ له ۴۸م تلين سره برابره وه او د همدې ورځې په سهار د چين په پلازمېنې بېجينګ کې تيان ان من ډګر کې د ماو ځه دونګ د يادګار ودانۍ د دروازې مخې ته خلک په اوږده کتار ولاړ وو.

د چين او افريقا دوستي د ماو ځه دونګ او د چين د ولسي جمهوريت د لومړي نسل مشرانو  او افريقايي سياستوالو د ګډو هڅو په نتيجه کې پيل شوې ده.

 تېره اوونۍ په بېجينګ کې د ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا د همکارۍ فورم سرمشريزه ترسره شوه.

د کارپوهانو په اند، دغه سرمشريزه د دواړو خواوو د دوستۍ دوام او خپرېدل منعکسوي او دوامداره پراختيا به يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.